04/01/2023
په کندهار، پنجشير، ننگرهار او سرپل د هدفي او محاکمې پرته وژنې

فهرست

سريزه

د ۲۰۲۱ کال د اگست پر ۱۵مه نېټه افغانستان د لوی بدلون شاهد و. د افغانستان اسلامي جمهوري نظام له طالبانو سره له شل کاله جگړې او شخړې وروسته بالاخره سقوط وکړ، او طالبان له نظامي لارې په زور پر افغانستان مسلط شول او د هيواد چارې يې په لاس کې ونيولې. دې ډلې «د افغانستان اسلامي امارت» بنسټ کېښود او په لومړي اقدام کې يې د عمومي عفوې فرمان صادر کړ او ډاډ يې ورکړ چې د تېر دولت نظامي او ملکي کارکوونکو ته به خونديتوب ورکوي. که څه هم د دې فرمان صادرېدو په افغانانو کې نسبي ډاډ رامنځته کړ، خو ډېر وخت تېر نشو چې د طالبانو چلند او د بشر حقونو وضعيت داسې پر مخ ولاړ چې د خلکو خوش‌بيني او اعتماد پر مایوسي او ناهيلۍ بدل شول.

له بل پلوه، په تېرو پنځلسو میاشتو موده کې، طالبانو شته قوانین او په سر کې يې اساسي قانون چې د هيوادوالو د اساسي حقونو او آزاديو تضمينوونکی و، لغوه اعلان کړل، او په همدې ترتيب، جوړښتونه او بنسټونه چې د اساسي قانون پر بنسټ جوړ شوي ؤ له منځه لاړل او د افغانانو د بشري حقونو د ملاتړ او ساتنې قانوني ضمانتونه له منځه لاړل. او د نړيوالې ټولنې او نورو ملي او بين المللي څارونکو بنسټونو د حضور د نشتوالي له امله، طالبانو له هر ډول ځواب ويلو څخه د مصئونيت احساس کړی. په واقعيت کې، د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته د دې ډلې له راستنېدو څخه تر اوسه پورې هيڅ ميکانيزم نه و چې دوی د بشر حقونو او د نړیوال بشرپالو حقونو د منل شويو اصولو پر رعايت مکلف او ملتزم وگرځوي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته د دې ډلې له راستنېدو څخه تر اوسه پورې هيڅ ميکانيزم نه و چې دوی د بشر حقونو او د نړیوال بشرپالو حقونو د منل شويو اصولو پر رعايت مکلف او ملتزم وگرځوي.

د رواداري بنسټ موندنې ښيي چې په تېرو پنځلسو میاشتو کې د بشر حقونو سرغړوني، په عامه بڼه د ژوند د حق سرغړوني، او په ځانگړي ډول له محاکمې پرته وژنې مخ په زياتېدو وې؛ په ټول افغانستان کې سلگونه هيوادوال په ځانگړي ډول په کندهار، پنجشېر، ننگرهار او سرپل ولايتونو کې له محاکمې پرته، په هدفي او مرموز ډول د طالبانو د ځواکونو او نامعلومو کسانو له خوا وژل شوي دي. د رواداري د موندنو پر بنسټ، په کندهار، پنجشېر، ننگرهار او سرپل ولايتونو کې د دا ډول پېښو شمېر د نورو ولايتونو په پرتله زيات دی، او په همدې دليل، دا راپور په يادو ولايتونو کې د ۲۰۲۱ کال له اگست څخه د ۲۰۲۲ کال تر نوامبر مياشتې پورې  د ژوند د حق، او له محاکمې پرته د وژنو ارزونه کوي.

 د معلوماتو راټولولو طريقه

رواداري بنسټ پر هيواد د طالبانو له مسلط کېدو سره هممهاله او اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې له شته ننگونو او ستونزو سره سره، د بشر حقونو وضعيت په تېرو پنځلسو میاشتو کې په منظم او پرله پسې توگه څارلی، او سيمه ييزو سرچينو ته په مراجعې سره رواداري بنسټ توانېدلی چې د هدفي او له محاکمې پرته وژنو په برخه کې د اعتبار وړ اطلاعات ترلاسه کړي. له همدې امله، په دې رپوټ کې راغلې موندنې او معلومات په کندهار، پنجشېر، ننگرهار او سرپل ولايتونو کې له عيني شاهدانو، د قربانيانو کورنيو او خپلوانو، د بشر حقونو مدافعانو او د رسنيزو فعالانو سره د مرکو له لارې راټول شوي دي. د خصوصي حريم د ساتنې او د امنيتي ملاحظو له امله، په دې راپور کې د مرکه شويو او سيمه ييزو سرچينو اړوند  د نومونو له ذکر کولو او لا نورو جزئياتو ورکولو څخه ډډه شوې ده.

د راپور تشريح

د رواداري موندنې ښيي چې پر هيواد د طالبانو له مسلطېدو وروسته، د ۲۰۲۱ کال د اگست له ۱۵مې څخه د ۲۰۲۲ کال تر نوامبر پورې، ټول ۶۳۴ تنه ملکي وگړي، د تېر حکومت نظاميان، سلفيان، د «ملي مقاومت جبهې» غړي او نورې مخالفې ډلې په کندهار، پنجشېر، ننگرهار او سرپل ولايتونو کې د طالبانو د ځواکونو او ناپېژاندو کسانو له خوا وژل شوي دي.

په کندهار ولايت کې هدفي او مرموزې وژنې

کندهار د افغانستان د يو مهم او کليدي ولايت په توگه تل د هيواد په کچه پر مهمو سياست ټاکنو کې اغېزناک و، او اساسي نقش يې درلودلی دی. لکه څنگه چې د طالبانو د حاکميت په دواړو دورو کې دا ولايت د طالبانو د پخواني او اوسني رهبر د اوسېدو ځای او د لويو سياسي تصميم نيونو مرکز و. له بل پلوه، د کندهار ولايت ټولنيز جوړښت هم ډېر پېچلی ښکاري، ځکه دا ولايت له پخوا راهيسې د هدفي تروريستي اقداماتو او بېلابېلو ډلو د فعاليت شاهد و، چې دا مساله په دې ولايت کې د پراخ بشري حقونو د سرغړونو باعث شوې. البته د قومي متنفذينو، ټولنيزو فعالانو او خبريالانو، ديني عالمانو او نورو ملکي خلکو د هدفي وژنو په برخه کې د بشر د حقونو د سرغړونی  ادعاوې د جمهوريت په دوره کې هم موجودې وې.

رواداري پر افغانستان د طالبانو له مطلق حاکميت له وخته د کندهار ولايت پرله پسې څارنه هم کړې ده، او توانېدلی چې د هدفي او له محاکمې پرته وژنو اړوند ځينې قضيې په دې ولايت کې مستندې کړي.

زموږ موندنې ښيي چې لا هم د دې قضيو ډېری عاملان نامعلوم دي. له بل پلوه، طالبانو هم په څه ډول چې پکار وه د مرتکبانو د نيولو لپاره اقدام نه دی کړی او دې مسالې هغه ادعاګانی پیاوړی کوي چې ممکن چې په  يو شمېر قتلونو او هدفي وژنو کې د طالبانو اړوند کسان لاس ولري. سربېره پر دې، د رواداري د موندنو پر بنسټ، د غچ  اخستلو او شخصي دښمنيو انگېزه هم په دې قتلونو کې مهمه ونډه لري، نو يو شمېر خلک د غچ اخستلو او شخصي دښمنيو له امله هم وژل شوي دي. د يادونې وړ ده چې طالبانو تر اوسه د خپلو اقداماتو پايلې په کندهار ولايت کې د هدفي او له محاکمې پرته وژنو د مخنيوي په برخه کې نه دي شريکې کړې، په داسې حال کې چې په دې پېښو کې سلگونه تنه قرباني شوي دي او دا مساله لا هم دوام لري.

د رواداري موندنې ښيي چې د ۲۰۲۱ کال له اگست مياشتې څخه د ۲۰۲۲ کال د نوامبر مياشتې تر پايه د ۷ ښځو او ۱۰ ماشومانو په گډون ۳۲۰ تنه په هدفي توگه او له محاکمې پرته وژل شوي دي، او د ۱۲ ښځو او ۵ ماشومانو په گډون ۹۵ تنه نور ټپيان شوي دي.

رواداري د طالبانو له خوا د کندهار ولايت د نيولو له لومړيو ورځو څخه د دې ولايت د بشري حقونو وضعيت څارلی او هڅه يې کړې چې په منظمه او دوامداره توگه د بشر حقونو د سرغړوني موارد و څيړي او مستند يې کړي. د دې قضيو مستندول د طالبانو له خوا د سختو محدوديتونو د وضعه کولو او د وېرې او وحشت د فضا د حاکميت له امله، سخت او ستونزمن کار و، له همدې امله رواداري دا احتمال مني چې له محاکمې پرته د وژنو ارقام، ترور او هدفي وژنې په کندهار ولايت کې له هغو شمېرو ډېرې زياتې وي چې په دې راپور کې راغلي دي.

د رواداري موندنې ښيي چې د ۲۰۲۱ کال له اگست مياشتې څخه د ۲۰۲۲ کال د نوامبر مياشتې تر پايه د ۷ ښځو او ۱۰ ماشومانو په گډون ۳۲۰ تنه په هدفي توگه او له محاکمې پرته وژل شوي دي، او د ۱۲ ښځو او ۵ ماشومانو په گډون ۹۵ تنه نور ټپيان شوي دي. په دې کې ۲۳ تنه د تېر حکومت نظاميان ( ۱۹ تنه پوليس  او ۴ تنه د کندهار د ملي امنيت رياست کارکوونکي) په هدفي توگه وژل شوي دي.

لکه څنگه چې شمېرې ښيي، په کندهار ولايت کې د هدفي وژنو ډېری قربانيان ملکي خلک دي، خو د دې پېښو د عاملانو او انگېزو په اړه، رواداري تر اوسه نه دی توانېدلی چې کافي معلومات ترلاسه کړي. خو لکه څنگه چې مطرح شوه، په ډېری قضيو کې د طالبانو د لېوالتيا نشتوالی او غفلت، او هم د هغې د مخنيوي لپاره د لازمو تدابيرو نشتوالی، سربېره پر دې، د قربانیانو کورنیو او نورو سرچینو هم په دې وژنو کې د طالبانو د غړو د ښکېلتیا ادعاوې مطرح کړې دي.

ننگرهار ولايت کې مرموزې او له محاکمې پرته وژنې

طالبانو د خپل حاکميت په لومړيو ورځو کې په افغانستان کې جگړه پای ته رسېدلې اعلان کړه، او و يې ويل چې په هيواد کې وسله واله شخړه نشته؛ خو په ننگرهار ولايت کې د دوی پر جنگياليو له څو بريدونو وروسته، چې د يو شمير بريدونو مسئوليت د داعش اسلامي دولت د خراسان ولايت  په نوم ډلې له خوا ومنل شو، طالبانو د دې ډلې پر وړاندې پراخ پلټونکي عمليات پيل کړل، په دې عملياتو کې طالبانو نه يوازې د داعش ډلې پر غړيتوب تورن خلک بلکې د خپلې ژمنې خلاف، چې عمومي عفوه يې کړې، د افغانستان د پخواني دولت يو شمېر کارکونکي او د امنيتي ځواکونو منسوبين يې هم تر بريد لاندې نيولي او وژلي دي. سره له دې چې طالبانو د ډېری دې وژنو مسئوليت پر غاړه نه دی اخستی، خو د چلند ورته والي ته په کتو، پر يو شمېر جسدونو د ليکونو د کېښودو او د دې قضيو د څېړنې او ارزونې په برخه کې د علاقې د نشتوالي او پر دې ولايت د طالبانو پراخ کنترول ته په کتو، هغه ادعاګانی پیاوړی کوي چې ممکن چې په  يو شمېر قتلونو او هدفي وژنو کې د طالبانو اړوند کسان لاس ولري.

دا چې طالبان د حنفي مذهب پيروي کوي، او له بل پلوه، په ننگرهار کې سلفيان د پام وړ نفوذ لري؛ عقيدتي او ايډيولوژيک اختلافات د دې باعث شوي چې طالبان د سلفيت د مکتب پيروان د داعيشي په تور ونيسي او و يې وژني.

د رواداري موندنې ښيي چې د ۲۰۲۱ کال د اگست له ۲۵مې تر  ۲۰۲۲ کال د نوامبر مياشتې تر پایه، د ننگرهار ولايت ۱۰۱ تنه اوسېدونکي په مرموز ډول او له محاکمې پرته وژل شوي دي.

د رواداري موندنې ښيي چې د ۲۰۲۱ کال د اگست له ۲۵مې تر  ۲۰۲۲ کال د نوامبر مياشتې تر پایه، د ننگرهار ولايت ۱۰۱ تنه اوسېدونکي په مرموز ډول او له محاکمې پرته وژل شوي دي. له دې څخه ۷۰ تنه  له داعش سره د همکارۍ په تور، د ۲ ښځو په ګډون ۱۳ تنه په مرموز ډول په نامعلوم علت، ۳ مدني فعالان او يو خبريال ترور شوي دي. په دې ۷۰ تنو کې چې له داعش سره د همکارۍ په تور وژل شوي، له ۳۱ جسدونو سره يې ليکونو ايښودل شوي، او پکې راغلي، چې دغه کسان له داعش ډلې سره د اړيکو په جرم وژل شوي. د نورو ۷ تنو د مړو په اړه سيمه ييزو طالبانو او يا هم د قربانيانو نږدې خپلوانو تاييد کړې چې د طالبانو له خوا له داعش سره د اړيکو په تور نيول شوي او بيا وژل شوي دي.

سربېره پر دې، د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر پر ۲۹ مه، د طالبانو ډلې يو شمېر غړي د ننگرهار ولايت د سره رود ولسوالۍ په شمشپور کلي کې يو کور ته ننوځي، چې د واده محفل پکې جوړ شوی و، او د کورنۍ پر غړو يواځې په دې دليل ډزې کوي چې موسيقي يې اورېدله، په پايله کې دوه تنه وژل کيږي او ۱۰ تنه نور ټپيان کيږي. په عين حال کې، طالبانو ومنله چې دا کار د دې ډلې کسانو له خوا ترسره شوی او ظاهراً يې اعلان وکړ چې د دې قضيې اړوند يې خپل دوه تنه نيولي دي.

د مرموزو او له محاکمې پرته وژنو څو بېلگې

د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر پر ۱۱مه نېټه د ننگرهار ولايت په چپرهار ولسوالۍ کې طالبانو يوه ښځه په دې تور ووژله چې د جمهوريت په وخت کې يې مخکني حکومت ته جاسوسي کوله. د دې ښځې خاوند هم د مخکني حکومت د ملي اردو سرتېری و او له طالبانو سره په مخامخ جگړه کې وژل شوی و.

د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر ۹مه د ننگرهار لپاره يوه خونړۍ ورځ وه. په دې ورځ د ۱۰ تنو مړي د جلال آباد ښار په مربوطاتو کې پيدا شول، چې د ټولو سرونه له تنو بېل شوي ؤ. له دې مړو سره په ايښودل شويو ليکونو کې ويل شوي ؤ، چې دوی له داعش ډلې سره د اړيکو په تور وژل شوي.

د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر پر ۱۲مه او د نوامبر پر ۲مه، مدني فعالان هر يو عبدالرحمن د جلال آباد ښار په څلورمه ناحيه کې، او هجرت الله خوږياڼی له خپل ورور سره يو ځای په اوومه ناحيه کې د نامعلومو وسله والو کسانو له خوا په ډزو ترور شول. د دې قضيو اړوند هم سيمه ييزو مسئولانو بې تفاوتي وښوده او مرتکبین يې و نه نيول.

د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر پر ۱۳ مه نېټه څلور تنه چې سرونه يې پرې شوي ؤ د جلال آباد ښار په څلورمه ناحيه کې وموندل شول. دا کسان د مخکني حکومت کارکوونکي ؤ او په همدې دليل وژل شوي دي.ورته مهال د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر پر ۱۶مي په جلال آباد ښار کي ۵ تنه جسدونو وموندل شول. سيمه ييزو سرچينو تاييد کړه چې دا افراد له داعش ډلې سره د اړيکو په تور د طالبانو له خوا نيول شوي او په خپلسري ډول په ډزو وژل شوي.

د ۲۰۲۲ کال د سپتمبر مياشتې په وروستيو کې د طالبانو سيمه ييزو چارواکو، د نورستان ولايت د مندول ولسوالۍ لپاره د مخکني حکومت د امنيې قوماندان بهرام الدين خان په دې پلمه د لغمان ولايت مرکز ته وربللی و چې د نورستان ولايت له سيلاب ځپلو سره د مرستې په څرنگوالي ورسره مشوره وکړي. طالبانو نوموړی قوماندان نيولی او درې ورځې وروسته يې مړی کورنۍ ته سپارلی. هغه لومړی د طالبانو په بند کې شکنجه شوی او وروسته وژل شوی. د رواداري موندنې ښيي چې دواړه لاسونه او څټ يې مات شوی او د پښو نوکان يې ويستل شوي.

رواداري  توانېدلی چې د يو هدیري ځای په ننگرهار ولايت کې په نښه او تثبيت کړي، چې هلته هر څو ورځې وروسته د دې ولايت د ښاروالۍ د کارکوونکو له خوا د نامعلومو کسانو مړي خښيږي. له بل پلوه، دا هدیره د طالبانو تر سختې څارنې لاندې دی او هيڅوک د دې مړو د هويت په اړه د پوښتنې حق نه لري.

د يادونې وړ ده چې دا يواځنۍ پېښې نه دي او اوس هم د خلکو مړي د ننگرهار ولايت په څنډو او د هيواد په ختيزو ولايتونو کې موندل کيږي؛ خو اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د سختو محدوديتونو په وضعه کولو او د وېرې او رعب د فضا له امله عيني شاهدان او د سيمې خلک جرات نه شي کولای چې د دې پېښو اړوند اطلاعات له چا سره شريک کړي. سره له دې، رواداري  توانېدلی چې د يو هدیري ځای په ننگرهار ولايت کې په نښه او تثبيت کړي، چې هلته هر څو ورځې وروسته د دې ولايت د ښاروالۍ د کارکوونکو له خوا د نامعلومو کسانو مړي خښيږي. له بل پلوه، دا قبر د طالبانو تر سختې څارنې لاندې دی او هيڅوک د دې مړو د هويت په اړه د پوښتنې حق نه لري. پر همدې بنسټ، رواداري هم په دې هدیره کې د دفن شويو مړو د هويت په اړه معلومات نه لري، او په اوسنيو شرايطو کې يې څېړنه او ارزونه ممکنه نه ده.

 پنجشېر ولايت کې له محاکمې پرته وژنې

د ۲۰۲۱ کال د اگست پر ۱۵مه نېټه د کابل له سقوط وروسته طالبانو له پنجشېر ولايت پرته د افغانستان پر ټولو ولايتونو تسلط پيدا کړ. پر پنجشېر ولايت د دې ډلې د بريد په پيل سره د طالبانو مخالف يو شمېر شخصيتونه او څېرې دې ولايت ته ولاړل او د طالبانو پر وړاندې يې د مقاومت جبهه تشکيل کړه. د ۲۰۲۱ کال د اگست پر ۲۶مه نېته د دواړو لورو تر منځ لنډ اوربند اعلان شو او د ۲۰۲۱ کال د سپتامبر پر لومړۍ نېټه د مذاکراتو له ناکامېدو وروسته په دې ولايت کې يو ځل بيا جگړه سخته شوه. د دواړو خواوو تر منځ د جگړې او شخړې په سختېدو، د ملي مقاومت جبهې پر طالبانو د څو بريدونو په ترسره کولو يو شمېر طالبان او د هغوی قوماندانان ووژل، دې بريدونو ته په غبرگون کې طالبانو خپل زيات شمېر سرتيري دې ولايت ته ولېږل او نوي نظامي قوماندانان يې پنجشير او د بغلان ولايت اندراب ولسوالۍ ته ولېږل. دې قوماندانانو د ملي مقاومت د جبهې پر وړاندې پراخ نظامي عمليات د پنجشېر ولايت په بېلابېلو ولسواليو او بغلان ولايت کې پيل کړل، چې په پايله کې يې د دې ولايتونو لسگونه تنه د مقاومت جبهې سره د اړيکو په تور و نيول شول او ووژل شول. همدا راز، طالب ځواکونو په څو پېښو کې د مقاومت جبهې لسگونه اسير شوي يا تسليم شوي نظاميان هم وژلي دي.

د ۲۰۲۱ کال د سپتامبر مياشتې څخه د ۲۰۲۲ کال د نوامبر مياشتې تر پايه، پر پنجشېر ولايت د طالبانو له تسلط وروسته ۶۳ تنه د ملي مقاومت جبهې غړي له نيول کېدو يا تسلیمېدو وروسته، او د ۵۰ په شاوخوا کې ملکي وگړي د مقاومت ملي جبهې سره د اړيکو په تور د طالبانو له خوا وژل شوي دي.

رواداري بنسټ په پنجشېر ولايت کې د وسله والو شخړو سره هممهاله هڅه وکړه چې په منظم ډول په دې ولايت کې د بشر حقونو وضعيت وڅاري. که څه هم د طالبانو له خوا اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې محدوديتونو، د يو بل پر ضد د ښکېلو غاړو تبليغاتي جگړه او د وېرې او رعب د فضا حاکميت، د بشر د حقونو د سرغړونو د  مواردو په اړه د مستندولو او څېړنې کار سخت کړی دی. خو رواداري له ننگونو او ستونزو سره سره توانېدلی چې معتبرو سيمه ييزو منابعو ته په مراجعې سره، په دې ولايت کې د بشر حقونو د سرغړونو د مواردو اړوند معتبر او موثق معلومات راټول کړي.

د رواداري موندنې ښيي چې د ۲۰۲۱ کال د سپتامبر مياشتې څخه د ۲۰۲۲ کال د نوامبر مياشتې تر پايه، پر پنجشېر ولايت د طالبانو له تسلط وروسته ۶۳ تنه د ملي مقاومت جبهې غړي له نيول کېدو يا تسلیمېدو وروسته، او د ۵۰ په شاوخوا کې ملکي وگړي د مقاومت ملي جبهې سره د اړيکو په تور د طالبانو له خوا وژل شوي دي.

 له محاکمې پرته د وژنو څو بېلگې

د رواداري موندنې ښيي چې د ۲۰۲۲ کال د سپتامبر پر ۱۴مه نېټه طالبانو په يوه پېښه کې د ۳۵ په شمېر د ملي مقاومت د جبهې غړي له نيول کيدو وروسته د دره ولسوالۍ په (عبدالله خېل) کلي کې په ډزو ويشتي. همدا راز، په يو بل مورد کې د ۲۰۲۲ کال د سپاتمبر ۱۴مه نېټه د نهو تنو په شمېر کې د ملي مقاومت د جبهې غړي، له هغې وروسته چې طالبانو ته تسليم شول، د رخه ولسوالۍ د (لم خاک) په کلي کې وژل شوي دي.

لکه څنگه چې مخکې اشاره وشوه، په دې موده کې د ۵۰ تنو په شمېر ملکي وگړي د ملي مقاومت جبهې سره د اړيکې په تور د طالبانو له خوا وژل شوي دي. د رواداري موندنې ښيي چې طالبانو دغه افراد لومړی شکنجه کړي او بيا يې وژلي دي. که څه هم طالبانو د ملي مقاومت د جبهې د نظاميانو د وژنو په غبرگون کې اعلان وکړ چې دا قضيې به ارزوي او عاملان به يې محاکمه کوي؛ خو تر اوسه يې په دې برخه کې هيڅ اغېزناک اقدام نه دی کړی.

 د عبدالمنير شکنجه او وژنه

عبدالمنير د پنجشېر ولايت يو شپون و، چې د ۲۰۲۲ کال د جون پر دويمه نېټه په داسې حال کې چې د پنجشير ولايت د بازارک ولسوالۍ اړوند په (ملسپه) سيمه کې يې خپل څاروي څرول، د طالبانو له خوا د ملي مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور و نيول شو. هغه دوه شپې ورځې تر توقيف لاندې و چې د طالبانو د سختو شکنجو په پايله کې ووژل شو.

 د آغامحمد وژنه

۶۵ کلن آغا محمد هم يو شپون و. هغه د ۲۰۲۲ کال د اگست پر ۳۱مه نېټه د پنجشېر ولايت د خنج ولسوالۍ په مربوطاتو کې په (خارو) سيمه کې د خپلو څارويو د څرولو په حال کې و چې د طالبانو له خوا د ملي مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور ونيول شو، طالبانو لومړی هغه شکنجه او وروسته يې وواژه. طالبان وروسته له هغې چې آغا محمد يې وواژه د هغه جسد يې سيند ته وغورځاوه، چې وروسته د کلي د خلکو له خوا راوويستل شو.

په پنجشېر ولايت کې د دې ډلې د ځواکونو له خوا د ملي مقاومت جبهې د نظامي اسيرانو د وژنې اړوند ويډيو له خپرېدو ورسته، طالبانو خپل جنګیالي د زيرکو ټلفونونو کارولو څخه منعه کړل.

سربېره پر دې، په پنجشېر ولايت کې د دې ډلې د ځواکونو له خوا د ملي مقاومت جبهې د نظامي اسيرانو د وژنې اړوند ويډيو له خپرېدو ورسته، طالبانو خپل جنګیالي د زيرکو ټلفونونو کارولو څخه منعه کړل. د طالبانو دې اقدام شکونه راولاړ کړي چې ممکن د بشر حقونو او د نړیوال  بشرپالو حقونو سرغړوني په دې راپور کې د راغليو پېښو څو چنده زيات وي.

د جنگي بنديانو او نيول شويو کسانو وژنه او شکنجه، د هغو کسانو وژنه او شکنجه چې په شخړه کې يې د جنگېدو توان له لاسه ورکړی، او د ملکي خلکو وژل، د نړیوال بشرپالو حقونو ښکاره سرغړونه دی او د جنگي جرمونو مصداق گڼل کيږي.

 د سرپل ولايت په بلخاب ولسوالۍ کې له محاکمې پرته وژنې

د طالبانو او د سرپل ولايت په بلخاب ولسوالۍ کې د دې ډلې د يو ناراضي قوماندان مولوي مهدي تر منځ د شخړې له پېښېدو ورسته، د بشر حقونو د سرغړوني او د ملکي خلکو د وژنو ډېر رپوټونه خپاره شول. سره له دې، رواداري بنسټ له جنگي شرايطو او ډېرو محدوديتونو سره سره توانېدلی چې په دې ولسوالۍ کې د پېښو اړوند دقيق او معتبر معلومات ترلاسه کړي دي.

 د ملکي خلکو وژنه

د رواداري د موندنو پر بنسټ، طالبانو د ۲۰۲۲ کال د جون له ۲۰مې  تر ۲۱ جولای په موده کې، کم تر کمه ۱۰۰ تنه ملکي وگړي وژلي چې لاندې په لنډه توگه د يو شمېر قضيو يادونه کوو.

د بلخاب ولسوالۍ د مرکز يو اوسيدونکی روحاني شخص، چې د شخړې له هيڅ لوري سره يې اړيکه نه درلوده، دغې ولسوالۍ ته د طالبانو د داخلېدو په لومړۍ ورځ، چې هغه په خپل کور کې و، د طالبانو له خوا ووژل شو. طالبانو کور په کور تلاشۍ کې دغه ديني عالم له يو زوی او يو وراره سره يو ځای په ډزو وويشتل. د دې کسانو مړي له دوه ورځو وروسته د ښځو له خوا کور ته ننويستل شول. د ترلاسه شويو معلوماتو پر بنسټ، د دې شخص ټوله کورنۍ اوس بل ځای ته بې ځايه شوي دي.

طالبانو بلخاب ولسوالۍ ته د ننوتلو په لاره کې د جگړې د لومړۍ ليکې په ماتېدو له يو شپون سره مخ کيږي، چې له هر ډول څېړنې پرته هغه له مولوي مهدي سره د همکارۍ په تور په ډزو وژني.

طالبانو د ۲۰۲۲ کال د جون له ۲۰مې  تر ۲۱ جولای په موده کې، کم تر کمه ۱۰۰ تنه ملکي وگړي وژلي.

د بلخاب له جگړې يوه اونۍ وروسته د څلورو نورو کسانو مړي چې ټول عادي کارگر او ملکي خلک و له (گلورز او شاخدار) سيمو څخه پيدا شول. سيمه ييزو سرچينو ويلي چې دا کسان د غره په لور د تېښتې پر مهال د طالبانو له خوا په ډزو وژل شوي.

د (پروشان) کلي يو اوسېدونکی (ملکي وگړی) وروسته له هغې چې دوه شپې ورځې يې په غره کې تېرې کړې وې، د اوبو او ډوډي لپاره خپل کور ته ستنيږي، چې د طالبانو له خوا نيول کيږي او په ډزو وژل کيږي.

د (هوش) کلي اوسېدونکی يو ملکي وگړی، چې په خپل پټي کې کار کاوه، د طالبانو له خوا په ډزو وژل شوی دی.

 پايله

اوس چې د طالبانو د بيا راتلو پنځلس میاشتي تيريږي، موږ په هيواد کې د بشر حقونو د سرغړونو او نړیوال بشرپالو حقونو د سرغړونو د ډېر شمېر قضيو شاهدان يوو. په دې موده کې، سلگونه تنه هيوادوال په هدفي ډول او له محاکمې پرته وژل شوي دي، او د مرتکبانو د عدلي او قضايي تعقيب اړوند هيڅ کوم اقدام نه دی ترسره شوی، چې دا چاره له مجازاتو څخه د بشر حقونو د سرغړونو د عاملانو د معافيت او مصئونيت سبب شوې.

په دې موده کې د طالبانو عمل په ډاگه کړې ،چې دا ډله نه يواځې دا چې لازمه پوهه او د بشر د حقونو د رعايتولو اراده نه لري، بلکې پرله پسې او بيا بيا يې د بشر حقونه او نړیوال بشرپال حقونه نقض کړي دي.

له بل پلوه، په دې موده کې د طالبانو عمل په ډاگه کړې ،چې دا ډله نه يواځې دا چې لازمه پوهه او د بشر د حقونو د رعايتولو اراده نه لري، بلکې پرله پسې او بيا بيا يې د بشر حقونه او نړیوال بشرپال حقونه نقض کړي دي. طالبانو په پنجشېر ولايت او د سرپل ولايت په بلخاب ولسوالۍ کې د ملي مقاومت جبهې د تسليم شويو کسانو او اسيرانو او ملکي خلکو په وژلو سره نړیوال بشرپال حقونه نقض کړي دي. سربېره پر دې، په ننگرهار او کندهار ولايتونو کې د ترورونو او هدفي وژنو د مخنيوي لپاره د طالبانو د لېوالتيا نشتوالی پوښتنې راولاړوي، او دا چاره د دا ډول پېښو د ورځ په ورځ زياتېدو لامل شوې.

دا ټولې پېښې ښيي چې په تېر پنځلسو میاشتو کې د افغانستان د خلکو د ژوند حق به بېلابېلو بڼو نقض شوی، او تر اوسه د عدالت د تطبيق او د دې پېښو د قربانيانو د درد او کړاو د کمولو لپاره هيڅ اغېزناک اقدام نه دی شوی.

وړانديزونه

طالبانو ته د حاکمو چارواکو په توگه:

● ژر تر ژره د خپلو ځواکونو له خوا له محاکمې پرته وژنو او هدفي وژنو ته د پای ټکی کېږدئ، او د دا ډول اعمالو عاملان او مرتکبان محاکمه او مجازات کړئ.

● د مخکني حکومت د منسوبينو او سلفيانو د مرموزو وژنو د مخنيوي لپاره لازم اقدامات ترسره کړئ، او د دې پېښو د عاملانو د محکمې راکش کولو لپاره اړين تدابير ونيسئ.

● بايد بشري حقونو سازمانونو او رسنيو ته د بشر حقونو د سرغړونو د پېښو د څېړنو او ارزونو لپاره بشپړه د لاسرسي زمينه برابره کړئ، څو له دې لارې په هيواد کې د بشر حقونو د سرغړنو د مواردو د مستقلې او اړخيزې مستندسازۍ امکان برابر شي.

● سمدستي د قربانيانو کورنيو ته د خسارې مناسب جبران امکان برابر کړئ.

ملگرو ملتونو سازمان ته

● د ملگرو ملتونو مرستياله استازولي (يوناما) بايد خپلې دندې په بشپړه توگه او له خپل ماموريت سره سم د بشر حقونو د سرغړونو د مواردو د څېړنې او ارزونې په برخه کې اجرا کړي، او په منظمه بڼه په هيواد کې د بشر حقونو د وضعيت اړوند رپوټونه او معلومات ورکړي.

بين المللي جزايي محکمې ته

● رواداري په افغانستان کې د بين المللي جزايي محکمې له خوا د څېړنو له سره د پيلولو د تياري اعلان ملاتړ کوي او له يادې محکمې غواړي چې له خپل قضايي صلاحيت سره سم، د هغو بين المللي جرايمو اړوند چې په افغانستان کې ترسره شوي، اغېزناک اقدامات پيل کړي.

 

په نورو ژبو:

فهرست

محتوا:

راپورونه

رسنیزه اعلامیه

ملتی‌میدیا

مقالات

رواداری په اړه

همکاری با رواداری

تماس

رواداری را در شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید

Search